په علی آباد تدریسی روغتون کې په شکر لرونکو ناروغانو کي د محیطی عصبی اختلاطاتو تشریحی څېړنه
1404/12/16

په علی آباد تدریسی روغتون کې په شکر لرونکو ناروغانو کي د محیطی عصبی اختلاطاتو تشریحی څېړنه

توضیحات

 

این مونوگراف به‌صورت کامل تهیه گردیده و شامل پروپوزل تحقیق نیز می‌باشد. علاقه‌مندان می‌توانند جهت دریافت آن از طریق ارسال پیام در واتس‌اپ با ما در تماس شون

وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

قیمت: ۱۰۰۰ افغانی

---------------------------------------------  

-1 ستونزي

شکر (Diabetes Mellitus) یوه مزمنه ناروغي ده چې د وینې د ګلوکوز کچه لوړه ساتي او د اوږدې مودې لپاره د بدن پر مختلفو سیسټمونو ناوړه اغېزه کوي (Tesfaye et al., 2019) یو له جدي عوارضو څخه محیطي عصبي اختلاطات (Diabetic peripheral neuropathies) دي، چې د ناروغانو عصبي سیستم زیانمنوي او د بېحسۍ، درد، عضلي کمزورتیا، د پوستکي د زخمونو، او حتی د معلولیت لامل کېدای شي (Bril & Perkins, 2019).

په افغانستان کې د شکر په  ناروغانو کې د  محیطي عصبي اختلاطاتو د خپرېدو کچه، عام ډولونه، او د هغوی د شدت په اړه لږې څېړنې ترسره شوې دي. د دې موضوع د لا روښانتیا لپاره اړینه ده چې د شکر ناروغانو پخواني روغتیایي ریکارډونه وڅېړل شي او د دې اختلاطاتو عوامل، پایلې، او د ژوند پر کیفیت اغېزې تحلیل شي.

د شکرې ناروغي (Diabetes Mellitus) یوه له معمولو مزمنو ناروغیو څخه ده چې د نړۍ په کچه د خلکو روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي. دا ناروغي د وینې د شکرې د کچې د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي، چې د وخت په تېرېدو سره مختلفې ستونزی زېږوي. له دې ستونزوو څخه یوه مهمه او معموله ستونزه دیابیتیک نیوروپاتي (Diabetic peripheral neuropathy) ده، چې د عصبي سیستم ته د دوامداره لوړ ګلوکوز د زیان رسولو له امله منځ ته راځي (Brown et al., 2021).

دیابیتیک نیوروپاتي یو جدي کلینیکي حالت دی چې د ناروغانو د ژوند کیفیت ته زیان رسوي. دا حالت د درد، بې حسي، سوځېدنې احساس، او نورو عصبي نښو په بڼه څرګندېږي، چې کولی شي د ناروغ ورځنی فعالیت محدود کړي او د معلولیت لامل شي (Vinik et al., 2021; Zillox et al., 2020). په شدیدو مواردو کې، دا ستونزه د زخمونو، انفکشن، او حتی د اندامونو د قطع کېدو لامل هم ګرځي (Callaghan et al., 2020).

په افغانستان کې، د شکرې ناروغي په زیاتېدونکې توګه یوه معموله ستونزه ده، خو د هغې اړوند ستونزی، په ځانګړي ډول دیابیتیک نیوروپاتي، لږ څیړل شوې دي. د علی آباد تدریسي روغتون ته ډېری هغه ناروغان مراجعه کوي چې د شکرې ناروغي لري، خو د دوی د نیوروپاتي د پیښو کره شمېره معلومه نه ده. د دې ناروغی Prevalence معلومول نه یوازې د عامې روغتیا له نظره مهم دي، بلکې دا کولی شي د مخنیوي، تشخیص، او درملنې لپاره مؤثرې تګلارې رامنځته کړي. په دې څېړنه کې به د علی آباد تدریسي روغتون ته د شکرې ناروغۍ له امله مراجعه کوونکو ناروغانو کې د دیابیتیک نیوروپاتي د عاموالي کچه وڅېړل شي. دا مطالعه به مرسته وکړي چې روغتیا پالان، متخصصین، او د عامې روغتیا پالیسۍ جوړوونکي د دې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. همدارنګه، دا به د شکرې ناروغانو ته پوهاوی ورکړي ترڅو د نیوروپاتي د خطر عواملو ته متوجه شي او د دې د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.

د دې څېړنې موخه دا ده چې د شکر ناروغانو کې د  محیطي عصبي اختلاطاتو عام ډولونه، عوامل، او پایلې وڅېړي، ترڅو د دې ستونزې د مخنیوي او درملنې لپاره مؤثرې حللارې وموندل شي.

1-2 دڅیړني اهمیت

شکر یوه مزمنه ناروغي ده چې د نړۍ په کچه میلیونونه انسانان اغیزمنوي، په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر هېوادونو کې د دې ناروغۍ د اختلاطاتو (Complications) مخنیوی یوه ستره ننګونه ده. محیطي عصبي اختلاطات (Diabetic peripheral neuropathy) د شکر یوه له جدي او معموله ستونزوو څخه ده، چې کولی شي د ناروغانو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړي.

د دې څېړنې اهمیت په لاندې ډول ده:

روغتیایي اهمیت:

دا څېړنه به د شکر ناروغانو کې د  محیطي عصبي اختلاطاتو عام ډولونه، شدت، او د خپرېدو کچه وښيي، چې دا به د روغتیایي کارکوونکو سره مرسته وکړي چې د ناروغانو د درملنې لپاره غوره تګلارې غوره کړي.

د دې اختلاطاتو د عواملو ارزونه به د مخنیوي او کنټرول لپاره نوي علمي معلومات چمتو کړي.

اقتصادي اهمیت:

د شکر له امله رامنځته کېدونکي محیطي عصبي اختلاطات د ناروغانو د درملنې لګښت لوړوي. که دا اختلاطات ژر وپېژندل شي او مخنیوی یې وشي، دا به د ناروغانو او روغتیایي سیستم اقتصادي بار کم کړي.

اجتماعي اهمیت:

محیطي عصبي اختلاطات د ناروغانو د خوځښت، کار کولو، او د ورځني ژوند کیفیت خرابوي، چې دا د ټولنې پر اقتصاد او کورنیو باندې هم منفي اغېزه لري.

د دې څېړنې پایلې به د ناروغانو او عامو خلکو لپاره د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي، ترڅو د شکر د خطرونو په اړه معلومات ولري.

تحقیقاتي اهمیت:

دا څېړنه به د روغتیایي کارکوونکو، محصلینو، او څېړونکو لپاره د راتلونکو څېړنو لپاره یوه مهمه مرجع وي.

د دې څېړنې موندنې به د شکر د اختلاطاتو د مدیریت لپاره نوي علمي معلومات وړاندې کړي، چې په راتلونکي کې د نورو تحقیقاتو لپاره اساسي بنسټ کېښودل شي.

په ټوله کې به دا څېړنه د شکر په ناروغانو کې د  محیطي عصبي اختلاطاتو د پېژندنې، مخنیوي او درملنې لپاره علمي او عملي لارښوونې چمتو کړي، چې دا به د ناروغانو، ډاکټرانو، او د ټولنې لپاره ګټوره وي.

 

1-3 د څیړنی هدف

د دې څېړنې څخه زموږ اصلي موخه دا ده چې د شکر په ناروغانو کې د محیطي  محیطي عصبي اختلاطاتو مختلف ډولونه تحلیل کړو، همدارنګه د دې اختلاطاتو پراختیا، اغېزې، او خطرونه د شکرد ناروغانو لپاره ومومو. همدارنګه د دی څیړني په موخو کې:

  1. په علی آباد تدریسي روغتون کې د شکرې په داخل بستر ناروغانو کې peripheral Diabetic Neuropathy د پیښو کچه معلومول.
  2. د Peripheral Diabetic Neuropathyد خطری عواملو (لکه د شکرې موده، وینې شکر اندازه، عمر، او ژوند طرز) ارزونه
  3. .ده Diabetic peripheral neuropathyمختلفو ډولونو او کلینیکي نښو تشخیص او تحلیل.   

شامل دی.

 

 

1-4 د څیړنی پوښتنی

دا څېړنه هڅه کوي چې د شکر په ناروغانو کې د  محیطي عصبي اختلاطاتو د شتون، ډولونو، شدت، او اغېزو په اړه مهمې پوښتنې مطرح کړي. د څېړنې اساسي پوښتنې په لاندې ډول دي:

  1. ایا د شکر ناروغي د  محیطي عصبي اختلاطاتو د رامنځته کېدو لامل کېږي؟
  2. د شکر ناروغانو کې کوم ډول محیطي عصبي اختلاطات ډېر عام دي؟
  3. د شکر ناروغانو کې د  محیطي عصبي اختلاطاتو شدت څه ډول دی، او کوم عوامل یې شدت زیاتوي؟
  4. د شکر ناروغۍ کنټرول او د  محیطي عصبي اختلاطاتو ترمنځ څه ډول اړیکه شته؟
  5. ایا د شکر ناروغانو کې د  محیطي عصبي اختلاطاتو د تشخیص او درملنې لپاره مؤثرې لارې شتون لري؟
  6. د شکر ناروغانو لپاره د  محیطي عصبي اختلاطاتو د مخنیوي غوره تګلارې کومې دي؟

      

خلاصه تحقیق

د دې څېړنې په واسطه د راټولو شویو معلوماتو له مخې، ۲۳.۱۲٪ ناروغانو د لومړي ډول شکر ناروغي درلوده او ۷۶.۸۸٪ یې د دوهم ډول شکر ناروغي درلوده، چې ډیری یې نارینه وو، او ټول ناروغان د ۳۰ کلونو څخه ډیر عمر درلود، چې اوسط عمر یې ۵۲.۷ کاله و، د شکر ناروغۍ اوسط موده یې ۱۰.۵ کاله وه. په ۴۸.۳۹٪ ناروغانو کې Diabetic peripheral neuropathy لیدل شوی، چې له دې جملې څخه ۳۴.۹۵٪ یې نښې نښانې درلودې (سوځېدل، بې حسي، درد). د ناروغانو په درملنه کې، ۲۹.۵۷٪ د انسولین سره درملنه شوې

پروژه‌های انجام‌شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

خدمات ویژه نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
تاثیر دفعات آبیاری بالای شاخص‌های نمویی لوبیایی چشم بلبلی در شرایط اقلیمی ولایت غزنی
1404/12/16 زراعت

لوبیای چشم بلبلی یکی از نباتات مهم خانواده بقولات است که به‌دلیل مقاومت نسبی به خشکی و ارزش غذایی بالا، جایگاه قابل توجهی در سیستم‌های زراعتی مناطق نیمه‌خشک دارد. هدف از این تحقیق، بررسی تأثیر دفعات مختلف آبیاری بر شاخص‌های نمویی (ارتفاع گیاه، تعداد برگ، شاخص سطح برگ ) و عملکرد نهایی لوبیای چشم بلبلی در شرایط اقلیمی مرکز ولایت غزنی می‌باشد.

مشاهده
ارزیابی اقتصادی دفعات آبیاری و ملچ نباتی در کشت لوبیای چشم بلبلی
1404/12/16 زراعت

لوبیای چشم‌بلبلی از نباتات مهم زراعتی در افغانستان است که در مناطق خشک و نیمه‌خشک کشت می‌شود و مدیریت مناسب آبیاری و استفاده از ملچ در افزایش عملکرد آن نقش مهم دارد. این تحقیق در سال ۱۴۰۴ در فارم تحقیقاتی پوهنحی زراعت پوهنتون غزنی انجام شد و نتایج نشان داد که دفعات مناسب آبیاری و کاربرد ملچ نباتی باعث بهبود رشد نبات، افزایش عملکرد دانه و کاهش تبخیر آب می‌شود. همچنین تردمنت‌های با مصرف متوسط آب همراه با ملچ، به‌ویژه T2 و T3، بهترین تعادل میان هزینه و عاید اقتصادی را نشان دادند.

مشاهده
د کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې د اسلامي بانکدارۍ رول
1404/12/09 اقتصاد

د کرنیزو محصولاتو صادرات په افغانستان کې د اقتصادي ودې یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د اسلامي بانکدارۍ سیستم، چې د سود پر بنسټ نه دی، په دې برخو کې یو نوی او مؤثره رول لوبوي. په دې مونوگراف کې د اسلامي بانکدارۍ د کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې د رول ارزونه شوې ده. دا څېړنه تحلیل کوي چې څنګه اسلامي بانکداري د کرنیزو محصولاتو د تولیداتو لړۍ او د صادراتو ظرفیت ته وده ورکوي. د اسلامي بانکدارۍ مختلف امکانات لکه مرابحه، مضاربه، او مشارکت، د افغان بزګرانو او سوداګرو لپاره فرصتونه ایجادوي ترڅو خپلې کرنیزې محصو

مشاهده
د افغانستان اسلامی بانک له خدماتو څخه د مشرتیانو د رضایت کچه د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې
1404/03/17 اقتصاد

دا مونوګراف د افغانستان اسلامي بانک د خدماتو په اړه د مشرتیانو د رضایت کچه د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې مطالعه کوي، عوامل او معیارونه چې په رضایت اغېز لري تحلیلوي او د خدمتونو د پرمختګ لپاره وړاندیزونه وړاندې کوي. دا مطالعه د بانکداري په برخه کې د کیفیت د لوړولو لپاره ګټور معلومات وړاندې کوي.

مشاهده
سهم عواید گمرکی تورخم در بودجه ملی افغانستان طی سال های 1401-1391 ه.ش
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف سهم عواید گمرکی تورخم در بودجه ملی افغانستان را طی سال‌های ۱۳۹۱ تا ۱۴۰۱ ه.ش تحلیل می‌کند و روندهای درآمدی، چالش‌ها و فرصت‌های مرتبط با آن را بررسی می‌نماید. نتایج این تحقیق می‌تواند به تصمیم‌گیرندگان در بهبود مدیریت منابع مالی و تقویت درآمدهای گمرکی کمک شایانی نماید.

مشاهده
عقد مضاربت در بانکداری اسلامی
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف به تشریح عقد مضاربت در بانکداری اسلامی می‌پردازد و ساختار، شرایط و مزایای آن را بررسی می‌کند. همچنین چالش‌ها و راهکارهای بهبود اجرای این قرارداد را تحلیل کرده و نقش آن را در تأمین مالی و رشد اقتصاد اسلامی تبیین می‌نماید. مطالعه این اثر برای دانشجویان، پژوهشگران و فعالان حوزه بانکداری اسلامی بسیار مفید است.

مشاهده
نقش شرکت های کوچک و متوسط SMEs بر رشد اقتصادی کشور مطالعه موردی شرکت های کوچک و متوسط ساحه دشت برچی
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف به تحلیل نقش شرکت‌های کوچک و متوسط (SMEs) در رشد اقتصادی کشور می‌پردازد و با مطالعه موردی شرکت‌های دشت برچی، فرصت‌ها و چالش‌های این بخش اقتصادی را بررسی می‌کند. نتایج این تحقیق می‌تواند راهنمایی ارزشمند برای ارتقاء عملکرد و پایداری SMEs و توسعه اقتصادی منطقه باشد.

مشاهده
نقش بازاریابی بالای در آمد شرکت مخابراتی روشن
1404/03/17 اقتصاد

این مونوگراف تخصصی، نقش بازاریابی را در افزایش درآمد شرکت مخابراتی روشن بررسی می‌کند و استراتژی‌های مؤثر بازاریابی که به جذب مشتریان و بهبود فروش کمک کرده‌اند را تحلیل می‌نماید. مطالعه این اثر به مدیران، کارشناسان بازاریابی و سرمایه‌گذاران کمک می‌کند تا با شناخت بهتر اهمیت بازاریابی، تصمیمات بهتری برای توسعه کسب‌وکار اتخاذ کنند.

مشاهده
د منطقوي سازمانونو اقتصادي اهمیت
1404/03/17 اقتصاد

دا مونوګراف د منطقوي سازمانونو اقتصادي اهمیت او د هغوی په سیمه‌ییزو اقتصادونو کې رول تشریح کوي او د سوداګرۍ، پانګونې او پراختیا په برخو کې د همکارۍ فرصتونه بیانوي. د دې اثر مطالعه د سیاستوالو، پانګوالو او اقتصادپوهانو لپاره د منطقوي همکارۍ د ګټو په درک او پیاوړتیا کې مرسته کوي.

مشاهده