این یک مونوگراف تکمیل بوده که دارای پرپوزل هم میباشد شما میتوانید با پیام گذاشتن در وتسپ ما آن را دریافت کنید
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع و ارایه شده است
د کندهار ښار د کابل دروازې د شمالی کلا فصیل او بامیزو کوڅی په تقاطع کی یو کور دی چی د احمد شاهی عصر دمشهو شخصیت اشرف الوزار شاولیخان بامیزایی د استوګنې مېنه وه .په دې کور کی یو خوش سلیقه، بې ازاره او پرهېزګاره سوداګر او سېدئ. ښاغلی عبدالباری جهانی ، چی نن په فرهنګی حلقو کی د پښتو ژبی د نازکخیال شاعر په توګه یو پېژندل سوې څیره ده ، او شعر یې د پښتو ادبی زیرمی پر حجم باندی ، د کیفیت او محتوی په لحاظ، ډیره رنګینه اضافه ده، د نوموړی سوداګر (اروا ښاد حاجی عبدا ﻻحمد) مشر زوی دی چی زما په حساب پنځوس کاله وړاندی په همدې کورکی زېږېدلی دی.
پر یو استاد (مرحوم ملا محمد نور اخند) مو دینی زده ګړی ګړی، او د کندهار د میرویس په لېسه کی مو تر دوولسم ټولګی پوری یو ځای درس لوستی دی .او په یو کال پوهنتون ته تللی یو. زه چی اوس دا کرښی کتږم، ذهن ته می د نیمی پېړۍ ښو خاطراتو هغه ډک ژوند تداعی ګېږی چی په ریشتیا س ره په ویاړلو ارزی . زه په هیواد کی پاته سوم او دی یې تر یو لړ سرګردانیو وروسته امریکاته و رساوه وروسته ماته هم مېنه سره تبۍ سوه او سر نوشت دا دی د څو کلونو راهیسی د کاناډا اوبه راباندی چښلی دی .عبدالباری جهانی د تعلیم په دوران کی شوخ، له درسونه سره یې علاقی خو مستعد شاګرد و.
په هماغه وخت کی له شعر سره مینه وه، شاعرانه و لولې یې درلودلی ... د محلی سندرغاړو محفلونه ته ورتلئ او د کندهار د مشهورو شاعرانو سلام بابا، ملا منان اخند، میریحی، او مولوی بریالی (شهید) ډیر شعرونه یې په یاد زده وه. حافظه یې دومره پیاوړی وه چی محلی سندرغاړو به ده په مخ کی هغه غزلی نه ویلې چی نورو ته به یې زده کېدل نه غوښتل. ځکه چی عبد الباری جهانی به په یو وار اورېدلو سره حافظې ته سپارله او سبا ته به هماغه منحصر بفرد غزل د عبدالبری جهانی په کتابچه کی درج وه، جهانی په کلاسیکه موسیقی کی ښه وارد و ، او د موسیقی مقامونه په مسابقه کی به چی په هغه وخت کی د ځوانانو مشغله وه، پاته نه راتلئ له شوخی طبعی سره د ډېرو نازکو عواطفو څښتن و، او په برنده ځوانۍ کی می څو ګښته لیدلی دی چی له سترګو څخه به یې لپی لپی اوښکی ګرېوانه ته تویولې
شعر هغه هنري اثر دی چې ښکلي او په زړه پوري کلام ته او خوږوترکیبونو اوظاهري فورم اوشکل ته اړتیا لري . د شعر ښکلا دشعر په معنا، کلام اواحساس کې او دشعر دفورم اوشکل په وسیله انعکاس مومي . شاعر بایدخپل شعري مطلب داسې تنظیم اوترتیب کړي چې شعر یې معناولري او یو ښکلې فورم او شکل پیدا کړي . دی بایدله هغوترکیبي عناصرونه لکه: احساس،عاطفه، تخیل، وزن،کلام اودټولنې داسی نورو پدیدو نه ګټه واخلي، چې شعر یې معنا پیداکړي اود ده شعر ته یو ښکلې فورم اوشکل ور په برخه شي ،او د ده دشعر اساسي معنا،مفهوم اوموضوع روښانه شي او دی خپل هدف ،موخه اوپیغام په خپل شعر کې خلکو او ټولنې ته بیان کړي . اساسي اصل د یو شعرپه معنا کې نغښتې دی،جانبي موضوع یې فورم او شکل دی.زموږ هیواد د لوړو شاعرانو، ادیبانو او لیکوالانو ټاټوبې دی ، چې زموږ خلک اوهیوادوال دشعر اوادب سره له پیړیو پیړیورا هیسې یوه ځانګړې مینه اوعلاقه لري . زموږ په ټولنه کې د شعر هنرته دشاعرانو، ادیبانواولیکوالانو له خوا ډیره پاملرنه شوې ده .
زموږ زیاتره شاعران د خپل ښکلي او په زړه پوري کلام ، فهم اوادراک اوسپیڅلي احساساتواو عواطفوپه وسیله ټولنیز اهداف او دټولنې غوښتنې په ډیرانساني توګه بیان کړې دي . دوی په خپلو آثارو کې خپل دردونه او دټولنې ناخوالې او دخلکو اوهیواد سره خپله مینه او خلوص په ډیر عالي شکل انعکاسوي . دوی دخپل علم اوپوهې په وسیله دخپلې ټولنې ستونزې او دهیوادوالو خوږې اوترخې ته پاملرنه کړې ده ، او دحل لاره یې ورښوودلې ده د ښاغلي عبدالباري جهاني له نامه سره زموږ هیوادوال او په تیره بیا زموږ پښتانه آشنا دي، او ورباندې ویاړي او د قدر په سترګو ورته ګوري . دی دپښتنود اوسنیو شاعرانو په منځ کې هغه ځلیدونکې ستورې دی ، چې دخپلو شعرونو په وسیله یې پښتو ادب تود اوځلانده ساتلې دی جهاني صیب زموږ دهیواد یو تکړه، وتلې ، پیژندل شوې پیاوړې اوخوږ ژبې شاعر، ادیب،لیکوال، ویاند، ژباړونکې اوژورنالیست دی.دی د خدای بخښلي حاجي عبدالاحمدخان زوی دی چې په(۱۳۲۷ ) لمریز کال کې دکندهار په ښار کې زیږیدلې دی .لومړنۍ زده کړې یې د کندهار په ښار کې دمیرویس نیکه په لیسه کې سر ته رسولې دي، او بیاپه۱۹۷۲کال کې دکابل پوهنتون دادبیاتو اوبشري علومو له پوهنځې څخه فارغ شوې دی جهاني صیب زموږ دهیواد دپښتو د ادب په تاریخ کې هغه ځلانده اوغوره څیره ده،چې د ده شعرونواو اثارو زموږ پښتو ادب ښکلې،روښانه اوپیاوړې ساتلې دی .شعر ویل آسان کار نه دی، ځانته یوځانګړې استعداد غواړي او په دی لاره کې تلل یومشکل کار دی . خدای پاک جهاني صیب ته دغه استعداداوذوق ور په برخه کړې دی . ده د کوچینوالي څخه د مشهورو شاعرانو شعرونه لوستل او ورسره یې مینه درلوده ، او دښوونځې په دوره کې ده خپلې شعري انګازې خپرې کړې، خوهغه وخت چې پوهنتون ته راغې نو دا انګارې نوری هم پیاوړې اوبشپړې شوې . د ده شاعري چې یونازک اولطیف فن دی تر اوسه پورې دوام لري .
الرسال المثل
د عربي ژبې له مثل څخه اخیستل شوی ده. په عربي کې د مثل، یمثل، مثولا – له ریښې سره رابطه لري چې معنا یې ورته والی، د مثال واقع کېدو او بیلګه واقع کېدل، د یو شي مشابهت له بل سره. په قاموسونو(سیندګیو) کې څو نورې معناوې هم ورته لیکل شوي لکه: برهان او دلیل، مطلق دلیل، خبره، حدیث، پند او اندرز، نښه، صفت، قصه او داستان، ضرب المثل، تمثیلي داستان، سرمشق او له عبرته ډک سرګذشت.
متلونه هغه لنډې ویناوې دي چې ډیرې نامتو، وزن لرونکي، له پند او نصیحت څخه ډکې، د حکیمانه مضمون لرونکی او د ولسي تجربو زیږنده وي او تشبه، استعاره، کنایه او د کلماتو روان والی، د معناګانو روڼوالی، ساده ګي او په خلکو کې یې عاموالی او شهرت عمومي ځانګړتیا وي او خلک یې بې بدلونه یا په لږ بدلون استعمالوي.
لنډه دا چې: متل هغه لنډه او مشهوره خبره ده چې یو حالت یا یو کار له هغه سره تشبيه کیدای شي او زیاتره وخت په ولسي ادب کې له نصیحت څخه ډکه بڼه لري چې د عوامو د ذهن محصول او د دوی د ژوند عادي تجربې دي.
داسې هم ویلی شو: متل هغه ډېره ویل شوې او منل شوې خبره ده چې په هغې سره دوهم حالت لومړي حالت ته، یعنې هغه حالت ته چې په دې وروستیو کې پېښ شوي وي او له هغه سره ورته والی ولري او په متل ویلو سره تشبيه شي.
په بله وینا: متل هغه لنډې او زیاتره وخت موزونې جملې او خبرې دي چې په هغو کې حکیمانه مضامین او تشبيهات راغلي وي او د الفاظو د روان والي، د معنا د روڼوالي او د جوړښت د ښکلا له مخې په عوامو کې ډېرې مشهوره شوې وي او هغه د پېړیو پېړیو په بهیر کې، پرته له بدلون څخه او یا هم په ډېر لږ بدلون سره په خپلو ورځنیو خبرو – اترو کې په کار وړي. په دې سره یو څوک غواړي د خپلې مدعا لپاره دلیل او مصداق پیدا کړي یا موضوع په اسان او لنډ ډول مقابل لوري ته وښيي.
د فولکلور څیړونکي متل ته د ګڼو وګړو د پوهې او عقل پایله او د ولس منځ کې مشهوره شوې نادره خبره بولي او د متل ولسي اړخ ته ډېر ارزښت ورکوي.د ولسي ادبیاتو ځینې څیړونکي یې د پراخه پرګنو د حکمت او فلسفې یوه برخه یا د یوې ټولنې د فکر زېږنده او د هوښیارو او تجربه لرونکو خلکو نادره خبره بولي.
ټولنپوهان وايي:
متل د لرغوني فلسفې نړیدلې او غورځېدلې ودانۍ ده، چې د هغې په کنډوالو کې حکمتونه موندل کیږي او دغه زرینې ویناوې د خپل لنډوالي او د معنا د روښانه والي او د تلفظ د آسانۍ په خاطر لاهم ژوندي او لا هم هېرې شوې نه دي. زموږ د متلونو موضوعات ډیر دي؛ له سوداګرۍ نیولې، د جومات تر مسایلو، زده کړه، تولنیز روابط، مړي- ژوندي، کر- کیلې او ګڼ شمیر نورو ساحاتو کې زیات شمېر ځانګړي متلونه لرو، چې دا زموږ د خلکو د احساساتو، افکارو، دود– دستور، عقایدو او انګېرنو یوه بشپړه هنداره ده.د یوه ملت د متلونو پېژندنه لکه د هغه ملت د فرهنګ او کړو- وړو د پېژندنې په شان ده.
متل ته په آلماني ژبه کې (spichworter)، په یوناني کې ورته( paroemia)، په مجارستاني ژبه کې ورته (kozmondas)، په لاتیني کې ورته (proverbiur)، په انګلیسي کې ورته (proverb)، په جاپاني کې ورته (koto-waza، په ترکي کې ورته ( atalarosozu)، په سویډني ژبه کې ورته (srdospark)، په آسپانیایي کې ورته lefrall او د ختیز ګرجستان په ژبه کې ورته (qudoza ) وایي.
یوې لنډې وینا ته هغه وخت متل وایو چې دغه درې ځانګړتیاوې ولري: لنډیز، د معنا سموالی او غوره تشبیه.
یا: په لفظ کې ایجاز، کلکوالی، د معنا سموالی، غوره تشبیه او پخه کنایه. په عوامو کې یې شهرت او مقبولیت بله ځانګړنه ده.
امثال او حکم او متل سره یې توپیر دا هغه له پند او حکمت څخه ډکې لنډې د روښانه معنا لرونکې خبرې دي چې د خلکو په منځ کې ډیرې رواج دي او هره یوه یې له عبرت څخه ډکه خبره وي، خو د متل په پرتله لږ څه تفصیلي دي او تقریباً د یوې لنډې کیسې بڼه لري.
په دې توګه امثال او حکم د متلونو یو بل تعبیر کیدای شي، دې ته فوکلوریستان د متل په اندازه اهمیت ورکوي او په ولسي – شفاهي ادب کې یې شمیري.
دغریب ملا آذان ته کله چا ووو غوږ
په دغه شعر کی هم د الرسال المثل صنعت کارول شوی دي او په دغه شعر کې شاعر د ټولنی تریخ حقیقت بیان کوی چی خلک د غریب قشر خبرو ته ارښت نه ورکوی حتی که هغه ډیری ښی خبری هم وکړي.
نه مرهم می دي لیدلي نه مي څوک طلبیانو په دغه شعر کي ارسال المثل صنعت موجود دی او دشاعر هدف هم د ژوند له کړاوونو او ناخوالو څخه شکایت او گیله کول دي
هم لقمان می ستړی کړی ستړی کړ هم اکسیر دحکیمانو په دغه شعر کې شاعر د ارسال المیثل صنعت راوړي او هدف یي دخپل ژوند دښه کولو لپاره د زیات کوشش او هځی ښودل دي او د ژوند څخه د ناهیلی توب معنا هم لري.
(۴)
ما په تمه د درملو ورته عُمر دی خوړلی
نه مرهم مي دي لیدلي نه مي څرک د طبیبانو
د عبدالباري جهاني الرسل په دې شعر کې داسې استعاره کارول شوې ده، چې نه یې مړی لیدل شوی او نه ډاکټر پاتې شوی دی.
رمې څنګه دلته پايي وطن ډک دی د لېوانو
دا په غرونو کي لوی سوي دا په وینو روزل سوي
په دې شعر کې دا متل ځکه کارول شوی، چې وايي لېوه په غره کې لوی شوی او دا وده د هغه وينې پر بنسټ ده، چې لېوه خوري. د عبدالباري جهاني په شعرونو کې زیاتره استعارا کارول شوي دي
(6)
ما له پلاره اورېدلي په کتاب کي مي لیدلي
کږې خولې په سوک سمیږي د اولس د باتورانو
په دې ښکلي شعر کې د عبدالباري جهاني الرسال المثل مثال کارول شوی، چې وايي له خپل پلار څخه يې اورېدلي او په کتاب کې يې ليدلي او دا يې هم ويلي، چې کرکه خوله ډېرې خبرې کوي.
(7)
نن د سولي آوازې دي د جنګ بندي نغارې دي
په امان به سي کورونه د پردیو له سپاهیانو
په دې شعر کې د عبدالبارجهانی الرثال المثل اخيستل شوى، چې ويل يې د سولې سندره تل د بنديانو غږ وي.
(8)
هم به غرونه بیرته خپل سي هم به ساد په لار کي مل سي
پر یوه ګور به ژوند وي د پسونو، شرمښانو
په دې شعر کې ویل شوي چې د پسونو ژوند د ځان لپاره شرموونکی دی. له دې شعر څخه دې نتیجې ته رسیږو چې انسان باید د پسونو په څېر ژوند ونه کړي، له همدې امله په دې شعر کې د عبدالباری جهانی الرسال المثل
(9)
لـه حـــــــــــمامه را وتــــلى
پــــــه كوڅه كي تېرېدلى
ايــرې خاوري چا له بامه
راچــــپه كـــــــړلې ناپــامه
مــخ او ســـر يې سو ككړ
په ايــرو په خـــــــاورو خړ
په دې شعر کې د جهاني دې پايلې ته رسيږو چې وايي، له خاورو سوځي مانا دا چې دوی ویل هر هغه څه چې خپل ملګري له منځه وړي داسې ده لکه په څاه کې کیندونکي.
(10)
میړه مگوره په عقل ذوفنون وی یا لقمان وی
چی په تول پیمان تینگ دی،هغه مرد دمیدان وی
چی د قول له میدا نه بریالی میړه را ووت
دزمری په څیر یی زړه می تر رستم به پهلوان وی
په دې شعر کې دې پايلې ته رسېږو چې عبدالباري وايي، چې په پله درنه سړی د ميدان سړی دی. هغه څوک چې د بدن او ذهن له لحاظه لوی وي په ټولو برخو کې بریالی وي، موږ باید هڅه وکړو چې د خپلې پوهې د لوړولو لپاره په ټولنه کې ښه مقام ولرو.
(11)
انرا منگر که ذوفنون آید مرد
در عهد و وفا نگر که چون اید مرد
ازعهده خود اگر بیرون اید مرد
از هرچه گمان بری، فزون اید مرد
د عبدالباري جهاني په دې فارسي شعر کې، چې په دري ژبه يې هم شعرونه ليکلي، په دې شعر کې يې ويلي، چې انسان د خپل وصيت له مخې سړی بلل کېږي. دلته د سړي کلمه د زړور په معنا کارول شوې ده، دا کلمه ډېره کارول شوې او خلک یې په ورځني ژوند کې کاروي. دلته باید ووایو چې د (سړي) کلمه په خپله اصلي مانا نه ده راغلې او د زړورتیا په معنی ده. مانا دا چې ښځه هم له دې شعر څخه استفاده کولای شي
متلونه هغه لنډې ویناوې دي چې بنسټ یې تجربه وي او د ریښتینولۍ، پوهې او اخلاقو څرګندویي وکړي. متلونه همدارنګه د یوه قوم کلتور او دودونه انځوروي چې له یوه نسل څخه بل نسل ته پاتې کېږي. د زین الله منلي په قول بیا: متلونه دومره کلک په زړه پوري اوقوي دلیل ګڼل کېږي چې، د متل راوړونکی خصم او مقابل د متل په صحت او دهغه په کلي والي کې شک شبهه نه لري، دومره کولای شي چې د مدعی دعوا د راوړل شوي متل مصداق ونه بولي اوکه د مدعی مدعا ورته د متل مصداق ښکاره شي، بیا نو پرته له دې بله چاره نه لري چې ځان ګرم او پړ و بولي، یعني دواړه ډوله له اوږدو تجربو څخه اخستل شوی مستند معقول کلیات وي چې، د هرپښتانه سر د دې کلیاتو منلوته په اجباري توګه ټیټ دی. بله داچې، د متلونو اولنډیو دواړو ویونکي په مشخص ډول معلوم نه دي، له دغو دواړو ډولو ادبي نمونو څخه هیچا د خپل شخصیت د څرګندولو له پاره کارنه دی اخستی اوکوم متل اویالنډۍ یې ځان ته نه ده منسوبه کړي او خپل شخصي مال یې نه دی ګڼلی. هرڅوک متلونه اولنډۍ اجتماعي او د ټولني مال او محصول بولي.
که متل یا لنډۍ شخص ته منسوبه شي،نو هغه ذاتي خوند اومزه چې متلونه اولنډۍ یې لري، نه افاده کوي او جذابیت او اعجاز یې له منځ ځي.د لنډیو او متلو د خوند اومزې اومعقولیت بقاء ترهغه وخته پوري دوام کوي چې، په خپل اجتماعي حال پاته شي اوکه شخصي رنګ په کې څرګند شو،بیا یې خوند، مزه اومعقولیت باقي نه پاته کېږي.
ښاغلى جهاني كه په خپل هيواد او هيوادوالو كښي منلى او د اوسمهال د پياوړو، غښتلو او سرواله شاعرانو او ليكوالانو څخه ګڼل كيږي، د هيواد د پولو څخه په هغه خوا هم د ښه نامه څښتن دى، دغه ليكنه كندهار ته د 1384 ل كال كي د دوى د راتلو پر مهال د غوايي د مياشتي پر (14مه) نېټه په تېرو درو كالو كښي په پرله پسې توګه د درېيم ځل له پاره د اطلاعاتو او كلتور رياست له لوري د دوى په وياړ د يوې درنې او لويي شعرغونډي د پيلېدونكي وينا په توګه ما عبدالمجيد بابي واورول،
اشتراکگذاری: