
این مونوگراف بهصورت کامل تهیه گردیده و شامل پروپوزل تحقیق نیز میباشد. علاقهمندان میتوانند جهت دریافت آن از طریق ارسال پیام در واتساپ با ما در تماس شوند
وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
قیمت: ۱۰۰۰ افغانی
---------------------------------------------
د ګېډې ديوال نقیصې د نړۍ په کچه يوه لويه روغتيايي ستونزه ګڼل کېږي چې په دوامداره توګه یې پېښې په زیاتېدو دي(Ma et al., 2023)، د لپراټومي یا نورو عملیاتونو پر مهال، د ګېډې ديوال شق کېږي څو د ګېډې تشې او پکې موجودو غړو ته لاسرسی تر لاسه شي، د عمليات نه وروسته، د زخم غاړې يو له بله سره ګنډل کېږي او د ګېډې ديوال بېرته تړل کېږي، ورپسې پرې پوستکی ګنډل کېږي. که د شق شوې برخې په ندبې یا سکار په برخه کې نقیصه رامنځته شي، نو د ګېډې د تشې منځپانګه کولای شي د همدې نقیصې له لارې ووځي، چې دا حالت د ګېډې دننني مثبت فشار له امله رامنځته کېږي، دغه فشار، چې د رفع حاجت ، کانګو، ټوخي او ورته حالاتو پر مهال زياتېږي، دا بهیر لا نور اسانه کوي (Burger, 2006). د ګېډې د ديوال نقیصه ډېر احتمال لري چې د زخم د غاړو د مخکیني جزوي بېلتون له امله رامنځته شي، چې دا کار د زخم د جوړېدو پر مهال د کولاجن د رشتو څخه د پُل جوړولو بهیر له ستونزو سره مخ کوي؛ دغه بېلتون ښايي د یوه يا د څو لاملونو د یوځای اغېز له امله پېښ شي؛ که د عملیات څخه څو ورځې وروسته د ګېډې په ديوال کې لويه نقیصه رامنځته شي، نو ښايي پوستکي لا تر هغه وخته پوره جوړ شوی نه وي، او د ګېډې غړي د پرانیستي زخم له لارې بهر راووځي چې همدې ته چوره وايي (Israelsson, 2002). د عملیات وروسته چورې، چې د ګېډې ديوال له لارې د هر ډول عمليات وروسته رامنځته کېدای شي، يوه عامه اوږدمهاله ستونزه ده چې ناروغي نور هم پېچلی کوي، سره له دې چې په دې وروستيو کې هڅې شوې دي چې د ګېډې ديوال د تړلو غوره طريقې وکارول شي او د وقایوي جالونو په کارولو سره د چورو مخه ونيول شي، خو بيا هم د دغې ستونزې پېښې د جراحي د مېتود له مخې توپیر لري (E. B. Deerenberg et al., 2015; Van Den Berg et al., 2025). د عملیات وروسته چورې (incisional hernia) د دقیقې نړیوالې وقوع کچه تر اوسه نه ده معلومه. اټکل کېږي چې د ګېډې د جراحي بېلابېلو طریقو، د ناروغانو ترمنځ د ګډو ناروغیو (comorbidities) شتون، او د ګېډې د ديوال د تړلو د مختلفو تخنیکونو له امله د دې چورې وقوع پراخ توپیر لري، او دا توپیر د بېلابېلو ناروغو ټولنو ترمنځ د پام وړ وي.(Dietz et al., 2018) د لپرا ټومي عملياتونو وروسته په عمومي ډول د ۵ تر ۲۰ سلنه پورې د عمليات وروسته چورې (incisional hernia) پېښې راپور شوي، خو دا کچه ممکن په ځانګړو حالتونو کې تر دې هم لوړه شي، لکه د بطني ابهر د انیوریزم (abdominal aortic aneurysm) د خلاص ترميم، چاغوالي، او د کولون يا مقعد د جراحي پر مهال(Quiroga-Centeno et al., 2025). سربېره پر دې، بیا راګرځېدونکې د عمليات وروسته چورې د ټولو دا ډول چورو يوه لويه برخه جوړوي، چې شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې راپور شوي دي(Köckerling, 2019) . د عملیات وروسته چورې (incisional hernia) د روغتيا پورې اړوند د ژوند د کیفیت او فزیکي فعالیت پر حالت اغېز ډېری وخت له پامه غورځول کېږي ځکه چې دغه چورې ښايي تر جراحي څو کاله وروسته کلينيکي نښې ونه ښيي او له همدې امله د جراح پام ورته نه وراوړي. له همدې کبله امکان لري چې د عملیات وروسته چورې د رامنځته کېدو خطر د جراحي د پرېکړې پر مهال له پامه وغورځول شي، ځکه د هغو عواملو په اړه کافي پوهاوی نه وي چې د دې چورې د وقوع کچه لوړه وي (Söderbäck et al., 2018).
په افغانستان کې په ځانګړې توګه شرقي زون او بیا ننګرهار کې د عملیات وروسته چورې د پېښو په هکله دقیق ارقام شتون نه درلود نو له همدې امله د دې څېړنې موخه دا وه چې د ننګرهار سیمه ایز روغتون جراحي څانګې ته مراجعه کوونکو کې د عملیات وروسته چورې پېښې تشرېح او ارقام وړاندې شي تر څو په راتلونکې کې په لازم وخت کې ترې ګټه واخستل شي.
له عملیات وروسته چوره (Incisional Hernia) د ګېډې د جراحي شق یوه عامه او پیچلې اوږدمهاله عارضه ده، چې د ناروغانو پر فزیکي فعالیت، د ژوند پر کیفیت، او رواني وضعیت ناوړه اغېز کوي. دا ستونزه اکثراً له جراحي کلونو وروسته څرګندېږي، او له همدې امله ډېر وخت ترې سترګې پټېېږي (Hodgson et al., 2000).
عملیات وروسته چوره د هر ناروغ لپاره یوه د پام وړ روغتیایي ستونزه ده. دا چوره یو ناڅاپي او خنډ جوړوونکی عارضه ده چې ورځنی ژوند داسې اغېزمنولی شي چې ناروغ معیوب وګڼل شي. بیا بیا روغتون ته بستر کېدل او تکراري عملیات د ناروغ پر ژوند خورا ژور اغېز لري. که چېرې د چورې ترمیم هم ستونزه حل نه کړي، او د بیا راګرځېدو یا نورو پیچلتیاوو سبب شي، نو د ناروغ د ژوند کیفیت ته جدي صدمه رسېږي.(DiZerega, 1997)
عملیات وروسته چوره د روغتیا پالنې لپاره هم یو جدي مشکل دی. په هالنډ کې هر کال شاوخوا ۱۰۰,۰۰۰ لپراټومي عملیات ترسره کېږي. د موجودو معلوماتو له مخې، د دغو ناروغانو ۹ تر ۱۹ سلنه پورې عملیات وروسته چوره رامنځته کوي، چې دا معنا لري هر کال ۹,۰۰۰ تر ۱۹,۰۰۰ پورې نوې چورې تمه کېدای شي. په متحده ایالاتو کې بیا هر کال نږدې ۵ میلیونه لپراټومي عملیات ترسره کېږي، چې له امله یې شاوخوا ۴۵۰,۰۰۰ تر ۹۵۰,۰۰۰ پورې نوې چورې پېښېږي. له دې ډلې، شاوخوا ۴,۰۰۰ ناروغان په هالنډ کې او ۲۰۰,۰۰۰ ناروغان په امریکا کې داسې شدیدې نښې لري چې د چورې ترمیم ته اړتیا پیدا کوي. دا معنا لري چې شاوخوا ۴٪ د ټولو لپراټومي عملیاتو تر سره کوونکو ناروغانو ته باید وروسته د چورې ترمیم وشي. له ترمیم وروسته، ګڼ شمېر ناروغان د چورې له بیا راګرځېدو سره مخ کېږي، چې ښايي یو یا څو نور ترمیمي عملیاتو ته اړتیا پیدا شي(Höer et al., 2002; Mudge & Hughes, 1985; Schumpelick et al., 1999).
په اوسني اقتصادي او ټولنیز حالت کې، چې د روغتیا پالنې بودیجه محدوده او پرسونل او وسایل کم دي، دا شمېرې ډېرې لوړې دي.
په داسې حال کې چې نړیوالو څېړنو د دې حالت د لوړې وقوع کچه او اقتصادي بار تایید کړی، خو په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د ننګرهار حوزوي روغتون د جراحي وارډ ناروغانو ترمنځ، تر اوسه د عملیات وروسته چورې د پېښو د کچې، خطر فکتورونو، او کلینیکي بڼې په اړه دقیق معلومات نشته. دا معلوماتي تشه د دې سبب شوې چې نه یوازې د مخنیوي اقدامات کم وي، بلکې د تشخیص او درملنې تګلارې هم غیر مؤثرې پاتې شي. که څه هم په نورو هېوادونو کې پر عملیات وروسته چورې پراخې څېړنې ترسره شوي، خو په افغانستان، او په ځانګړې توګه د ننګرهار په روغتیایي ادارو کې، دا موضوع تر اوسه علمي ارزونه نه ده شوې. د دې حالت د وقوع، خطر فکتورونو، او د ناروغانو د مشخصو ځانګړتیاوو (لکه عمر، جنس، شته ناروغۍ، او د جراحي ډول) تر منځ ارتباط لا هم ناڅرګند پاتې دی. دا څېړنه هڅه کوي چې دغه تشه ډکه کړي، او د ننګرهار حوزوي روغتون د جراحي وارډ د ناروغانو ترمنځ د عملیات وروسته چورې پېښې وڅېړي، څو د مؤثرې مخنیوي او درملنې لپاره علمي بنسټ برابر شي.
لومړنۍ موخه :
فرعي موخې
د مودې له مخې د ننګرهار سیمه ایز روغتون جراحي څانګې ته په مراجعه کوونکو کې د عملیات وروسته چورې پېښې معلومول
دا یوه مقطعي (Cross-Sectional) څېړنه ده د ۱۴۰۳-۱۱-۰۱ نه تر ۳۰-02-1404 پورې د ننګرهار حوزوي روغتون د جراحي څانګې د داخل بستر ناروغانو څخه تر سره شوې ده او د 01-01-1403 تر 30-12-1403 پورې د ثبت شوو ناروغانو له دوسیو څخه معلومات پکې راټول شوي دي.
اشتراکگذاری:
