د میدان وردګو ولایت تر اقلیمي شرایطو لاندي د رومي بانجانو په وده او حاصل باندی د عضوي سرو اغیزې
1403/12/08

د میدان وردګو ولایت تر اقلیمي شرایطو لاندي د رومي بانجانو په وده او حاصل باندی د عضوي سرو اغیزې

توضیحات

 این یک مونوگراف تکمیل بوده شما میتوانید با پیام گذاشتن به وتسپ ما آن را دریافت کنید

وتسپ:۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱

مونوگراف به صورت تضمینی بوده که نیاز به تغیرات ندارد و قبلا دفاع شده است

---------------------------------------------

 

-1. د څېړنې ستونزې

                دا  چې له یوې خوا د رومي بانجان هر اړخیزه ارزښت بیان شو او د بلې خوا په میدان وردګ ولایت کې د رومي بانجانو کښت په پراخه پیمانه وجود لري، لیکن متاسفانه تر اوسه پوري د رومي بانجانو په اړه کروندګرو ته د عضوي (چرګانو) سرو د مناسبو اندازو استعمال نه دی ښودل شوی او په دي برخه کې کومه څیړنه ترسره شوې نه ده. له همدې کبله کروندګر د لاندې ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

  • د نا مناسبی اندازې عضوي(چرګانو) سرو استعمال

                په میدان وردګ کي د رومي بانجان کروندگر نه په خپله د عضوي (چرګانو) سرو په صحیح استعمال پوهيږي او نه هم د کرنې اړوند مسلکي کسانو له خوا اړین پروګرامونه ورته په کار اچول شوي. له همدې کبله په غير فني شكل د نا مناسبې اندازې عضوي (چرګانو) سرو د استعمال په وجه کروندگر د ګټي پرځای د اقتصادي زیان سره مخکیږي.

  • د جریب په اساس لږ توليد

                څرګنده ده چې په کرونده کې د سرو د نا مناسبو (کمه اندازه یا د مناسبې اندازي څخه ډير) اندازو استعمال په غیر ګټوره طریقه په نا مناسب وخت کې ددې پر ځای چې کروندې ته کټه ورسوي کښت نور هم زیانمن کوي چي له امله يې په في واحده (جريب) ځمكه کې د حاصلاتو د کموالي سبب ګرځي.

 

  • د تولید شوی حاصل کیفیت ټیټ دی

                کله چې په غير فني شكل كرنه ترسره شي په نامناسب وخت کې به په غير ګټوره طريقه د سرو د استعمال له لارې د نبات وده اغېزمنه شي نو د حاصلاتو د کموالي سره سره به د تولید شویو محصولاتو کيفيت هم ټیټ وي چې د کیفیت د ټيټوالي له امله نوموړي محصولات مارکيټ نلري د مارکیټ نشتون په پایله کې به کروندګر د اقتصادي زیان سره مخامخ شي.

1-2.  د څېړنې ارزښت

                د عضوی (چرګانو) سرو مناسبو اندازو استعمال د رومي بانجانو ښي ودي او لوړ حاصل لپاره لومړنی اهمیت گرځیدلی دی چې د رومي بانجان په وده او حاصل باندې خورا اغېزمن رول لري، په رومي بانجانو باندي د نوموړو سرو د نامناسبو اندازو استعمال د نبات كمزورې ودې له امله په نباتاتو کې د فزیولوژیکي او بایوکیمیاوي بدلونونو سبب ګرځي، کوم چې د رومي بانجانو وده او انکشاف اغېزمن کوي او دا ډول بدلونونه کېدای شي په حاصلاتو کې سخت کمښت رامنځته کړي.

دا چې د رومي بانجانو وده او حاصل خورا ډېر مهم دی مگر د رومي بانجان د نبات لپاره کروندګرو ته د عضوي (چرګانو) سرو د مناسبو انداز و استعمال نه دی معلوم ښايي د همدې نامناسبو اندازو، غیر معیاري طريقو او زياتو عضوی(چرګانو) سرو د استعمال له امله وي چي په دې وروستيو کلونو کي په میدان وردګو ولایت كې د رومي بانجانو په وده او حاصل په منفي ډول اغېزمن شوې دي، نو ددې علمي څېړنې ارزښت په دې کې دی چې د رومي بانجان په وده  او حاصل باندې د پورته سرو اغېزې دڅېړنې تر بشپړېدو وروسته، چي كله  د نوموړو سرو مناسبې اندازې تشخيص شي. پایله به يې د استادانو،څیړونکو،کروندګرو، محصلینو او د مسلک مینوالو ته معرفي شي چي وروسته به یې کروندگر د لوړو حاصلاتو د لاسته راوړلو په موخه به په ساحه کې عملي کړي او له دې لارې به د کروندګرو اقتصادي وضعیت ښه او ملي اقتصاد به هم وده وکړي.

1-3. د څېړنې موخه

            ددې څېړنې اساسي موخه د عضوي (چرګانو) سرو د مناسبو اندازو معلومول دي تر څو د رومي بانجانو د زياتي ودي او حاصل لاسته راوړلو سبب شي. د زياتو عضوي (چرګانو) سرو او د بیځایه او په غیر گټوره طریقي د نامناسبي اندازي استعمال له لارې د زيات مصرف مخنیوی وشي چې په ټوله کې د کروندګرو پر اقتصاد مثبتي پايلي ولري.

1-4. د څیړنی فرضیه

  • رومي بانجان د عضوي (چرګانو) سرې د مناسبو اندازو کارولو په وړاندي د مثبت غبرګون تابع دی.
  • د رومي بانجانو په زیاته اندازه وده او لوړ حاصل د عضوی (چرګانو) سرو د مناسبو اندازو په استعمال سره ممکن دی.

1-5. د څیړنی پوښتنې

  1. د عضوي (چرګانو) سرې بیلابیلې اندازې به د رومي بانجانو په وده باندې اغېزې ولري؟
  2. د عضوي (چرګانو) سرې بیلابیلې اندازې به د رومي بانجانو په حاصل باندی اغیزې ولري؟
خلاصه تحقیق

دا علمي ساحوي څېړنه د 1402 هـ ل کال په جریان کې د وردګ لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځی په څېړنیز فارم کې ترسره شوې ده ترڅو د عضوي (چرګانو سرې) بیلابیلو اندازو اغیزي د رومي بانجانو په وده او حاصل باندي مطالعه کړل شي. څیړنه په تصادفي مکمل بلاک ډیزاین (RCBD) کې د څلورو ترتمنتونو لکه T1 (کنترول یا پرته له چرګانو سرې)، T2 (۵ ټنه د چرګانو سره)، T3 (۷.۵ ټنه د چرګانو سره) او (T4) (10 ټنه د چرګانو سره) د ۳ تکرارونو سره ترسره شوې ده.

پروژه‌های انجام‌شده

ما با تجربه‌ای گسترده در تحقیق، نویسندگی و ترجمه، پروژه‌های متعددی را با دقت، کیفیت بالا و استانداردهای علمی به انجام رسانده‌ایم.

خدمات ویژه

خدمات ویژه نگارش و تنظیم مونوگراف و تیزس ترجمه تخصصی مقالات و کتاب‌ها چاپ مقالات در ژورنال‌های معتبر برای دریافت مشاوره و همکاری ما در این پروژه ویژه، با ما تماس بگیرید! مشاوره دریافت کنید
له پاکستان هیواد سره د افغانستان د سوداگرۍ په وړاندې شته ستونزې او حل لارې(۱۴۰۰ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

سوداګري د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي ودې، د ملي عايد د زياتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سيمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا له مهمو وسيلو څخه شمېرل کېږي. افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت له امله د جنوبي او مرکزي اسيا ترمنځ د نښلونکې کړۍ حيثيت لري او له پاکستان سره يې سوداګري تاريخي مخينه لري. پاکستان د افغانستان لپاره د ترانزيټ، وارداتو او صادراتو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه تر ډېره يو پر بل اغېزمن کوي. د همدې اهميت له امله، له پاکستان سره سوداګري د افغانستان د اقتص

مشاهده
د مشتري د خرید پر ارادې د ټولنیزو شبکو له لارې د بازار موندنې اغیزې
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ټولنیزو شبکو له لارې د بازارموندنې پر مټ د مشتریانو د خرید پر ارادې د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. په معاصر عصر کې، ټولنیزې رسنۍ د مشتریانو د تصمیم نیونې په بهیر کې مهم رول لوبوي او د ډیجیټلي بازارموندنې یو اغېزناک او نوښتګر ابزار بلل کېږي. دا څېړنه هڅه کوي چې د ټولنیزو شبکو رول د مشتریانو د باور، تعامل او د خرید د ارادې په جوړښت کې تحلیل کړي.

مشاهده
د شیرخان بندر ګمرکې عوایدو تاثیرات د افغانستان په اقتصادی وده باندي (۱۴۰۰ – ۱۴۰۳ ) کال پوری
1404/12/19 اقتصاد

دا څېړنه د ۱۴۰۰ څخه تر ۱۴۰۳ کلونو پورې د افغانستان د اقتصادي ودې پر بهیر د شیرخان بندر د ګمرکي عوایدو اغېزې په علمي او تحلیلي ډول ارزوي. د څېړنې تمرکز په دې دی چې د ګمرکي عوایدو بدلونونه تر کومې کچې د اقتصادي ودې له شاخصونو سره اړیکه لري. ټول معلومات له دویمي سرچینو څخه راټول شوي دي، چې اقتصادي راپورونه، تحلیلي اسناد او څېړنیزې مقالې پکې شاملې دي

مشاهده
ترخرڅلاو وروسته خدمات او دهغې تاثیرات دمشتریانو په رضایت باندې په غزني ولایت کې موردې څیړنه
1404/12/19 اقتصاد

د دې مونوګراف څېړنه د ترخرڅلاو وروسته خدماتو د مشتریانو په رضایت باندې اغېزو ته ځانګړې شوې ده. څېړنه ښيي چې مشتریان هغه شرکتونه غوره ګڼي چې د محصول د پلور وروسته هم د هغوی اړتیاوو ته په چټک، مؤثر، او دوستانه ډول ځواب ورکوي. ترخرڅلاو وروسته خدمات لکه تضمین، ترمیم، لارښوونې، او د ستونزو حل سیستمونه د رضایت لوړولو لپاره حیاتي دي

مشاهده
په ناخالص داخلي‌تولید کې د کرنیزو محصولاتو د سهم بررسی (۱۳۹۳ – ۱۴۰۳)
1404/12/19 اقتصاد

په دې تحقیق کې د افغانستان په ناخالص داخلي تولید (GDP) کې د کرنیزو محصولاتو رول د ۱۳۹۳ څخه تر ۱۴۰۳ کاله پورې تر دقیق تحلیل لاندې نیول شوی دی. کرنه د هېواد د اقتصاد یو بنسټیز او حیاتي سکتور دی، چې د کورني اړتیاو پوره کولو، د صادراتو پراختیا، د سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ، او د ملي عایداتو په زیاتولو کې مهمه ونډه لري.

مشاهده
په عامه سکتور کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکې عوامل (غزني ولایت)
1404/12/18 اقتصاد

دا څېړنه د عامه سکتور په برخه کې د کارمندانو د دندو رضایت ټاکونکو عواملو په اړه ترسره شوې، چې د غزني ولایت ملکي روغتون د بېلګې په توګه یې مطالعه شوې ده. د کارمندانو رضایت د ادارې د فعالیتونو، د خلکو د خدمتونو د کیفیت، او د دولت د باور په لوړولو کې مهم رول لري. د انساني ځواک کیفیت، دندې ته لېوالتیا، مدیریت او د کاري چاپېریال شرایط د کارمندانو د رضایت اصلي فکتورونه ګڼل کېږي.

مشاهده
بررسی رابطه بین سبک رهبری خدمتی و عملکرد کارکنان (مطالعه مورودی ریاست معارف ولایت غزنی)
1404/12/18 اقتصاد

رهبری به‌عنوان یکی از عوامل اساسی موفقیت سازمان‌ها، نقش تعیین‌کننده‌ای در ارتقای عملکرد کارکنان، افزایش بهره‌وری و تحقق اهداف سازمانی ایفا می‌کند. در میان سبک‌های نوین رهبری، رهبری خدمت‌گزار با تأکید بر خدمت به کارکنان، توانمندسازی، حمایت، اعتمادسازی و مشارکت در تصمیم‌گیری، توجه تحقیقگران و مدیران را به خود جلب نموده است. این سبک رهبری با تمرکز بر نیازها و رشد کارکنان، می‌تواند زمینه‌ساز بهبود عملکرد فردی و سازمانی گردد. اهمیت بررسی این سبک در نهادهای آموزشی، به‌ویژه ادارات دولتی، از آن جهت است

مشاهده
مطالعه نقش محصولات زراعتی در رشد اقتصادی افغانستان در جریان سال ۱۴۰۲
1404/12/18 اقتصاد

کشاورزی در افغانستان از دیرباز بخش عمده‌ای از اقتصاد کشور را تشکیل می‌دهد. با وجود منابع طبیعی غنی، وضعیت کشاورزی در این کشور با چالش‌های زیادی مواجه است. مشکلاتی مانند کمبود آب، استفاده ناکافی از تکنولوژی‌های نوین کشاورزی، نبود زیرساخت‌های مناسب، بحران‌های امنیتی و عدم دسترسی به بازارهای جهانی، باعث شده‌اند که این بخش از اقتصاد نتواند به پتانسیل کامل خود دست یابد.

مشاهده
مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات در مرکز ولایت غزنی
1404/12/18 اقتصاد

تولید سبزیجات فعالیتها اقتصادی است و برای زیاد از مردم فرصت های کاری تهیه کرده است. این تحقیق در مرکز ولایت غزنی تحت عنوان مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات انجام شده است. هدف اصلی این تحقیق بررسی مشکلات تولید و بازاریابی سبزیجات است از میتود طبقه یی ساده تصادفی برای نمونه ګیری استفاده شده و ۶۰ دهاقین از سه قریه انتخاب شده است ارقام اولی توسط پرسشنامه و ارقام دومی از مقاله های علمی، کتاب ها و راپورها جمع آوری شده و از احصائیه تشریجی استفاد شده.

مشاهده