
دا مونوګراف د څېړنې پروپوزل هم لري. د فرمایش لپاره مهرباني وکړئ د واټساپ له لارې موږ ته پیغام راولېږئ
واټساپ: ۰۷۹۹۱۱۸۸۳۱
بیه:۱۵۰۰ افغانی
--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
فرهنگ د هرې ټولنې د ژوند اساسي برخه ده چې د خلکو د ژوند طرز، ارزښتونه، دودونه او عنعنات پکې منعکس وي. د يوې ټولنې فرهنگ نه يوازې د هغې ټولني هويت ټاکي، بلکې د هغې پرمختگ، بدلون او عصري کېدو لپاره هم بنسټيزه ونډه لري. په دې مفهوم کې، فرهنگ د ټولنې د پرمختگ او تمدن يوه اصلي وسيله ګڼل کېږي چې د وخت د تقاضاوو او بدلونونو سره سم نوې بڼه خپلوي.
په افغانستان کې د امير حبيب الله خان دوره د عصري فرهنگ د رواج لپاره يوه مهمه مرحله وه. دا دوره، چې د شلمې پېړۍ په پیل کې وه، د یوه سخت دودیز ټولنیز نظام په وړاندې د بدلونونو او اصلاحاتو راوستو دوره وه. امير حبيب الله خان د خپلې واکمنۍ پر مهال هڅه وکړه چې افغانستان د عصري تمدن په لور بوځي او د معاصر علومو، تعليم، قانون، او مدني اصلاحاتو د پراختیا زمینه برابره کړي.
د هغه هدف دا و چې هېواد له پخوانيو محدوديتونو او دودونو څخه وتړي او د نوې دور د شرايطو سره سم بدلونونه راولي. دا دوره د افغانستان په تاریخ کې د فرهنګي تحولاتو يوه ځانګړې څپه وه چې د عصري فرهنگ د رواج لپاره يې بنسټونه کېښودل شول. د امير حبيب الله خان هڅې د عصري ښوونځيو د تاسیس، د مطبوعاتو د پراختيا، د ادبياتو او هنرونو د نوې بڼې ملاتړ او د ښځو د حقونو د پرمختگ په برخه کې څرګندې شوې.
سره له دې چې دغه اصلاحات له ګڼو ننګونو او مخالفتونو سره مخامخ وو، خو د افغانستان په ټولنیز او فرهنګي جوړښت کې يې مهم بدلونونه راوستل.
د امير حبيب الله خان دوره د افغانستان په تاريخ کې د عصري بدلونونو او اصلاحاتو يوه مهمه مرحله ګڼل کېږي. په دې دوره کې د هېواد مشر هڅه وکړه چې افغانستان له دوديزو او عنعنوي ارزښتونو څخه راوباسي او عصري فرهنگ ته يې وده ورکړي. دغه هڅې د عصري تعليم، حکومتي اصلاحاتو او د ټولنیزو اړیکو د نوي کولو په برخو کې څرګندې وې.خو د دې اصلاحاتو تطبيق په يوه عنعنوي ټولنه کې اسانه نه و، ځکه چې د دوديزو فرهنګي ارزښتونو د ساتنې غوښتونکي ډلې يې په وړاندې خنډونه جوړ کړل.۱ له همدې امله د څېړنې اصلي مسئله دا ده چې پوه شو امیر حبیب الله خان څنګ د عصري فرهنگ د رواج لپاره ګامونه پورته کړل او دغه بدلونونه یې په ټولنه کې څنګ اغېزمن شول. د دې مسئلې تر څنګ دا هم مهمه ده چې معلومه کړو کوم فرهنګي، ټولنیز او سیاسي عوامل د عصري فرهنگ په وړاندې خنډونه وو، او څنګ یې دغه بدلونونه تر اغېزې لاندې راوستل.دې څېړنې ته اړتیا ده، تر څو د هغه دورې اصلاحاتو په اړه دقیق تحلیل وړاندې کړي او د افغانستان په عصري تاریخ کې د امير حبیب الله خان د دورې فرهنګي بدلونونه په وضاحت سره روښانه کړي. دا څېړنه به مرسته وکړي چې د افغانستان په معاصر فرهنګي تاریخ کې د دغې مهمې دورې ونډه او ارزښت په سمه توګه وپیژندل شي.
اصلي موخه:
د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال د عصري فرهنگ د دودولو بهیر ارزول.
فرعي موخې:
اصلي پوښتنه:
د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال د فرهنګي اصلاحاتو اغېزې، ارزښت او نننۍ ټولنې ته یې انعکاس څه ډول ارزولای شو؟
فرعي پوښتنې:
د امیر حبیب الله خان دوره د افغانستان په تاريخي لحاظ يوه مهمه مرحله ګڼل کېږي، ځکه چې په دې دوره کې د عصري فرهنگ د رواج لپاره ځينې نوښتونه او اصلاحات ترسره شول. د دې څېړنې اهمیت په دې کې دی چې دا نوښتونه او بدلونونه نه يوازې د هغه وخت د ټولنې د پرمختگ بنسټ کېښود، بلکې د معاصر افغانستان په فرهنګي جوړښت هم ژور اغېز لرلی دی. د فرهنګي اصلاحاتو مطالعه موږ ته اجازه راکوي چې د دې دورې رول او ونډه په تاريخ کې ښه وپېژنو.
دې څېړنې سره به د هغه وخت د ټولنيزو او فرهنګي حالاتو په اړه جامع پوهه ترلاسه شي، چې څنګ د عنعنوي ارزښتونو تر څنګ عصري فکرونه او دودونه خپل ځای موندلی. دا موضوع د افغانستان د فرهنګي تاريخ د مطالعې لپاره حياتي ده، ځکه چې د عصري فرهنگ د رواج پر څرنګوالي پوهېدل د هېواد د ټولنيزو بدلونونو په تحليل کې مرسته کوي.
دا څېړنه به د هغو خنډونو او ننګونو په اړه هم روښنايي راولي چې د عصري فرهنگ د پراختيا په لاره کې موجود وو. د دغو ستونزو پېژندنه د راتلونکي لپاره د فرهنګي اصلاحاتو په پلان جوړونې کې ګټوره تمامېدلی شي. له همدې امله د امير حبیب الله خان دورې د فرهنګي بدلونونو مطالعه د افغانستان د معاصر فرهنګي پرمختگ لپاره بنسټیز اهمیت لري.
دا مونوگراف د امیر حبیب الله خان (۱۹۰۱–۱۹۱۹م) د واکمنۍ پر مهال د عصري فرهنگ د دودولو بهیر څېړي، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د بدلون، بیدارۍ او فکري پرمختگ یوه مهمه مرحله بلل کېږي. امير حبيب الله خان، چې له استبدادي نظام وروسته واک ته ورسېد، هڅه وکړه د اصلاحاتو، نرمښت او روڼتيا له لارې هېواد د نوي تمدني لوري پر خوا رهبر کړي
اشتراکگذاری:
