دا مونوگراف د خوشحال خټک د کورنۍ د منظومو داستاني آثارو ادبي څېړنه کوي. په دغه څېړنه کې هڅه شوې چې د خوشحال خټک، افضل خان خټک او د دوی د کورنۍ د نورو شاعرانو منظوم داستانونه د ژبې، سبک، خيال، هنري ښکلا، کرکټر جوړونې او پلاټ له اړخه تحليل شي. دغه آثار د پښتني ټولنې د کلتور ارزښتونو او تاريخي شعور ښکارندوی دي، چې له لارې يې هم ادبي خوند اخيستل کېږي او هم اخلاقي، ټولنيز او سياسي پيغامونه تر لاسه کېږي.
دا څېړنه د محمد زبیر شفیقي د دریو ناولونو «میرویس نیکه»، «شیر شاه سوری» او «وزیر محمد اکبر خان» په رڼا کې د پښتنې ټولنې د انځور، ارزښتونو، دودونو او ټولنیزو اړیکو تحلیل ته ځانګړې شوې ده. څېړنه ښيي چې شفیقي د خپلو ناولونو له لارې د پښتنو د ژوند، تاریخ او فرهنګ ژور او واقعي تصویر وړاندې کړی دی.
دا څېړنه د میرویس نیکه پر ژوند او کارنامو باندې د دوو تاریخي ناولونو، «نیکه» او «میرویس خان نیکه»، پرتلیز جاج وړاندې کوي. دواړه ناولونه د همدې ستر اتل ژوند، مبارزې او تاریخي کارنامې په اړه لیکل شوي، خو د لیکوالانو د بیان طرز، ادبي سبک، او تاریخي وفادارۍ له مخې توپيرونه لري.
د فیسبوک په څېر ټولنیزې شبکې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په کچه پراخه شوې دي او د خلکو په ژوند کې یې ژور تاثیرات پرېښي دي. په دې کې، د فیسبوکي تمثیلي ټوکې یوه ځانګړې برخه جوړوي، چې د خلکو نظرونه، احساسات او خندونکي لحظات په یوه مختصر او جذاب ډول وړاندې کوي. دغه ټوکې نه یوازې د تفریح او خندا لپاره دي، بلکې د ټولنیزو، کلتوري او سیاسي مسایلو په اړه هم خلک پوهوي او نظرونه ورکوي.
دا څېړنه د دې لپاره ترسره شوې چې د ریاض تسنیم په شاعرۍ کې ادبي ښکلاوې وڅېړل شي او د هغه د شعر ځانګړتیاوې په علمي ډول تحلیل شي. د پښتو معاصر ادب کې ریاض تسنیم یو مهم شاعر دی چې د ژبې کارونه، د شعر ترتیب، او د فکر څرګندونه یې په خپل شعر کې ځانګړې بڼه لري. دا څېړنه د دې ښودلو هڅه کوي چې د تسنیم شعر څنګه د ژبې، موسیقیت، خیال او تصویر له مخې ځانګړی او مهم دی.
لیکونه ډير زیات دي خو دلته پرادبي لیکونو باندې بحث کو، ادبي لیکونه هغه لیکونه دي چې په ځانګړې هنري او ادبي بڼه لیکل کيږي او د هنــري نثــر د یو ځانګړي ادبي ژانر په توګه منل شوي او ګڼل شوي دي.په دي لیکونو کې یو لړ مهــم انتقادي، سیاســي، فلســفي او ادبي مسایل لیکل کیږي، خو ژبه یې هنري، ادبي او د تحلیــل رنګ پرې غالب وي له استعارو، کنایو، تشبیهاتو او نورو ادبي صنعتونو څخه پکې کار اخستل شوي وي
طاهر اپريدي د پښتو معاصر ادب له هغو وتلو لیکوالو څخه دی چې د خپل ژوند ټول توان یې د ادب خدمت ته وقف کړی و. که څه هم هغه د ژوند په لومړیو پړاوونو کې له اقتصادي ستونزو، مهاجرت او سختو شرایطو سره مخ و، خو دا ستونزې د هغه د ادبي ودې مخه ونه نیوله. برعکس، همدغو تجربو د هغه فکر لا ژور کړ او د ده لیکنو ته یې واقعي رنګ ورکړ
د نذیر احمد سهار ادبي هلې ځلې د پښتو ادب په معاصر ډګر کې خورا ژورې او پراخې دي. هغه د خپلې ژبې، کلتور او ملي هویت د پیاوړتیا لپاره بې شمېره تخلیقي، تحقيقي او تعلیمي فعالیتونه ترسره کړي دي. سهار په نظم، نثر، مقاله، څېړنو او ژورنالیزم کې فعاله ونډه لري او د پښتو ادبي معیاري کولو، ژورولو او نوي کولو لپاره یې ځانګړی کار کړی دی.
سیمبول په پښتو لنډو کیسو کې هغه ادبي تخنیک ته ویل کېږي چې لیکوال د یو شي، کرکټر، ځای یا پېښې له لارې ژور او پټ مفهوم څرګندوي. په ډېرو پښتو لنډو کیسو کې سیمبول د ټولنیزو ستونزو، کلتوري ارزښتونو، احساساتو او انساني حالتونو د بیان لپاره کارول کېږي. لیکوالان کله ناکله طبیعي عناصر لکه غر، سیند، شپه او یا هم حیوانات او عادي توکي د سیمبول په توګه کاروي تر څو د ازادۍ، وېرې، هیلو یا کړاوونو مانا څرګنده کړي. د سیمبول کارول کیسه ته ژورتیا او ادبي ښکلا ورکوي او لوستونکي هڅوي چې د کیسې تر ظاهري مانا هاخوا پټ
پښتو لنډې کيسې د پښتني ادب يوه ژوره او اغېزناکه برخه ده، چې د ټولنې د کلتور، افکارو او ارزښتونو انعکاس پکې موندل کېږي. دا کيسې له دوديزو روايتونو سره تړلې او د پښتنو د ژوندانه بېلابېلې برخې تمثيلوي، د ټولنيزو ارزښتونو د انتقال او ساتنې يوه مهمه وسیله ګڼل کېږي. له تاريخي پلوه، لنډې کيسې نه يوازې د ادبي خوند لپاره ليکل شوي، بلکې د خلکو د ژوند، رواجونو، ديني باورونو او ټولنيزو اړيکو استازيتوب هم کوي.دا څېړنه د دې لپاره ترسره شوې چې په پښتو لنډو کيسو کې هغه ارزښتونه وپېژني، چې د پښتنو د ټولنيز ژوند
دا څېړنه د پښتو ژبې له معاصرو او اغېزناکو ادبي شخصيتونو څخه، محمد معصوم هوتک د ادبي فعاليتونو، افکارو او سبکونو تحلیل ته ځانگړې شوې ده. محمد معصوم هوتک د شعر او نثر په ډگر کې غني او بډای پنځونې لري، چې د پښتو ادب نوې اړتياوې يې تر ډېره پوره کړې دي. د هغه آثار د پښتو ادب له پاره ارزښتناک میراث ګڼل کېږي
دا څېړنه د حمزه شینواري په اشعارو کې لفظي ښکلاوې وپلټلې او د ادبي تحلیل له مخې یې ارزونه کړې ده. د څېړنې پایلې ښيي چې شاعر د لفظي او معنوي صنایع په مهارت سره کارولی، چې د شعر ښکلا، موسیقیت او ژور معنوي پیغام زیاتوي. لفظي ښکلاوې لکه تشبیه، مراعاتالنظیر، ترصیع، جناس او تکرار د شعر د اورېدونکي پام راجلبوي، او معنوي صنایع لکه استعاره، مجاز او مراعاتالمعانی د شاعر فکري ژورتیا څرګندوي.